د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر د لوګر د خلکو غوښتنې واورېدې؛ د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۳
وزیر  لوګر

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت له یو شمېر مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې، د لوګر ولایت دغه یو شمېر استازو د خپلو سیمو ستونزې او اړتیاوې په تفصیل سره شریکې کړې او په ځانګړې توګه د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو د جوړولو، د ځمکو د وېش بهیر، د سرپناه نشتون، د سړکونو، اوبو رسولو، برېښنا او نورو بنسټیزو خدماتو د کمښت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

د پلان شویو ښارګوټو چارې عملي پړاو ته داخلول او وېش، نورې هغه غوښتنې وې، چې یادو مشرانو یې هیله درلوده، څو راستنېدونکو کورنیو ته مناسب استوګنځایونه برابر شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د پلاوي خبرې په غور واورېدې او څرګنده یې کړه، چې د هېواد په کچه د ښاري پراختیا، د مهاجرینو د ستونزو حل او د معیاري ښارګوټو جوړول خپل اساسي مسؤلیت بولي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، په لوګر ولایت کې به د ښارګوټو اړوند پروژې له تخنیکي پلوه وڅېړل شي او د عملي کېدو لپاره به یې لازم ګامونه پورته شي.

ښاغلي حقاني، اړوندو ریاستونو ته هدایت ورکړ، چې د یادو ستونزو د حل لپاره مشخص پلانونه ترتیب کړي او له نورو همکارو ادارو سره په همغږۍ عملي اقدامات ترسره کړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د خلکو غوښتنو ته پر وخت رسېدنه او د خدماتو عادلانه وړاندې کول د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د لوګر ولایت مخورو او قومي مشرانو د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له پاملرنې او همکارۍ څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې یادې ژمنې به په عملي اقداماتو بدلې شي، څو د سیمې د خلکو اوږدمهاله ستونزې هوارې او د ژوند شرایط یې ښه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل ښار د اصلاحي او زونینګ پلانونو د ارزونې او همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ښار د اصلاحي او زونینګ پلانونو د ارزونې او همغږۍ ناسته په دغه وزارت کې ترسره شوه، چې په کې د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت