بلخ کې له ۲۰۰ زره جريبو زياته دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له لارې تر اوسه په بلخ ولايت کې ۲۷۰۴۵۱ جريبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې په ۲۹ قطعو کې ۲۶۳۷۹۰ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۱۱۳ قطعو کې ۶۶۶۱ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۶۰۹۲ قطعو کې ۵ ميلیونه ۳۹۲ زره ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.