د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې په شنو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۶/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند احمدشاه بابا مېنې په شنو ساحو کې د څارنې او ارزونې بهیر ترسره کړ.
یاده څارنه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه ترسره شوه. د څارنې پر مهال د اړوندو ودانیو او دوکانونو مالکینو ته رسمي استعلامونه وسپارل شول، څو خپل ملکیتي اسناد، ساختماني نقشې او نور اړوند مدارک د درېیو کاري ورځو په موده کې یاد ریاست ته وسپاري.
د دې اقدام موخه د ملکیتونو او ساختماني چارو د وضعیت روښانه کول، د اسنادو او نقشو ارزونه، د ښاري سرغړونو مخنیوی او د منظور شوو ښاري پلانونو تطبیق دی.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې به د ښاري نظم او ساختماني اصولو د رعایت په موخه ورته څارنې دوام ولري.
