د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د سلوزۍ سیمې توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۶/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د سلوزۍ سیمې د ۵۲۴۰.۷۶ جریبه ځمکې توپوګرافیکه سروې بشپړه کړه.
یاده سروې د دې لپاره ترسره شوې، څو د راټولو شویو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د سیمې تفصیلي پلان ترتیب او د منظمې پراختیا لپاره لازم تخنیکي زمینه برابره شي.
