د نوي کابل ښار اړوند د کابل–بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې بشپړې شوې
۱۴۴۸/۶/۱۲
د نوي کابل ښار اړوند د کابل–بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې، بشپړې شوې. د یادې برخې د قیر اچونې بهیر د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار لوی ریاست د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري په دوامداره توګه څارل کېده، څو چارې د سړک جوړونې له تخنیکي معیارونو او منل شویو کوډونو سره سمې ترسره شي.
د یاد سړک د جوړولو چارې د کار د چټکتیا او پر ټاکلي وخت د بشپړېدو په موخه د شپې او ورځې په دوو کاري وختونو کې پر مخ وړل کېدې.
همدارنګه، د پروژې په بېلابېلو پړاوونو کې د ترسره شویو چارو د کیفیت د ارزونې او ډاډ ترلاسه کولو لپاره لابراتواري ازموینې هم ترسره شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار لوی ریاست هڅه کوي، چې د سړک جوړونې چارې په معیاري ډول بشپړې او د خلکو د تګ راتګ لپاره د مناسبو لارو زمینه برابره کړي.
