د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۱۲/۲۱
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د کیفیت د کنټرول مدیریت اړوندو ټیمونو د خپلو دوامداره نظارتونو په لړ کې د زرنج ښار د درېیم او څلورم پلان په ساحو او د سولې بولوار په سیمه کې د ساختماني پروژو څخه نظارت او ارزونه ترسره کړه.
یاد نظارت د ریاست د کاري پلان له مخې ترسره شوی، چې موخه یې د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د ساختماني فعالیتونو د قانوني وضعیت ارزونه او د احتمالي ښاري تخلفاتو مخنیوی دی.
د نظارت پر مهال یو شمېر هغه ساختماني پروژې وڅېړل شوې چې مالکینو یې اړوند قانوني اسناد او جوازونه نه وو برابر کړي او یا یې د څارنې ټیم ته نه وو وړاندې کړي. له همدې امله د یادو پروژو چارې تر هغو ودرول شوې، څو قانوني اسناد بشپړ او اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
همدارنګه د ټولو ساختماني پروژو له مالکینو غوښتنه وشوه چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ته وړاندې کړي، ترڅو له دقیقې ارزونې او د منظور شوو ښاري پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د اړتیا په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د ښاري نظم د تأمین، د ساختماني کیفیت د لوړولو او د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه به د نظارت او ارزونې بهیر په دوامداره توګه روان وي.
