د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۲:۲۰
نیمروز

۱۴۴۷/۱۲/۲۱

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د کیفیت د کنټرول مدیریت اړوندو ټیمونو د خپلو دوامداره نظارتونو په لړ کې د زرنج ښار د درېیم او څلورم پلان په ساحو او د سولې بولوار په سیمه کې د ساختماني پروژو څخه نظارت او ارزونه ترسره کړه.

یاد نظارت د ریاست د کاري پلان له مخې ترسره شوی، چې موخه یې د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د ساختماني فعالیتونو د قانوني وضعیت ارزونه او د احتمالي ښاري تخلفاتو مخنیوی دی.

د نظارت پر مهال یو شمېر هغه ساختماني پروژې وڅېړل شوې چې مالکینو یې اړوند قانوني اسناد او جوازونه نه وو برابر کړي او یا یې د څارنې ټیم ته نه وو وړاندې کړي. له همدې امله د یادو پروژو چارې تر هغو ودرول شوې، څو قانوني اسناد بشپړ او اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

همدارنګه د ټولو ساختماني پروژو له مالکینو غوښتنه وشوه چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ته وړاندې کړي، ترڅو له دقیقې ارزونې او د منظور شوو ښاري پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د اړتیا په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د ښاري نظم د تأمین، د ساختماني کیفیت د لوړولو او د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه به د نظارت او ارزونې بهیر په دوامداره توګه روان وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت