میدان وردګ ولایت کې ۱۰۲ راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۳:۵۸
میدان وردګ

۲۱/۱۲/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدو او د ځمکو د وېش کمېټې، په میدان وردګ ولایت کې پر (۱۰۲) راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنې نمرې ووېشلې.

دغه استوګنیزې نمرې راستنو شووو مهاجرو کورنیو ته د قرعې اچولو له لارې ووېشل شوې، چې دغه چاره په بریالیتوب سره ترسره شو.

دا بهیر د دې لپاره تنظیم شوی چې مهاجرین په دایمي توګه مېشت شي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.

دغه پروسه د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې په بشپړ شفافیت سره پای ته ورسېده او په راتلونکي کې به هم ورته لړۍ دوام پیدا کړي.

په میدان وردګو او نورو ولایتونو کې راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې ځمکو د نمرو وېش مخکې هم په بریالیتوب سره ترسره شوی او دا لړۍ به په راتلونکي کې د شرایطو لرونکو مهاجرو کورنیو لپاره دوام ومومي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

په پکتیا ولایت کې د ګردېز ښار د تفصیلي پلان په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د ښاري پلان جوړونې د ستونزو د حل او د تفصیلي پلان د چمتو کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۳:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت کې ۱۰۲ راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۲۱/۱۲/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدو او د ځمکو د وېش کمېټې، په میدان وردګ ولایت کې پر (۱۰۲) راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنې نمرې ووېشلې.

دغه استوګنیزې نمرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۲:۲۰
Background image

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۲۱

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د کیفیت د کنټرول مدیریت اړوندو ټیمونو د خپلو دوامداره نظارتونو په لړ کې د زرنج ښار د درېیم او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت