د ښاري چارو اړوند یو شمېر ریاستونو وضعیت و ارزول شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۵۰
وزیر و معین شهرسازی

۱۴۴۶/۰۸/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، او د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلی کریمي بامیاني د ښاري چارو اړوند یو شمېر ریاستونه له نږدې ولیدل او چارې یې و ارزولې.

په دغه ارزونه کې لومړی، اړوندو رئیسانو خپلې کړنې، اړتیاوې، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې او د پلانونو د بیا کتنې برخه کې یې د ظرفیتونو په همغږي کولو ټینګار وکړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر او د ښاري چارو مرستیال د کار حجم ته په کتو د لومړیتوبو پر ټاکلو، د نورو ادارو د غوښتنو په ترسره کولو او په چارو کې په ځنډ نه رامنځته کولو ټینګار وکړ.

دغه راز په دغه ارزونه کې د عملیاتي چارو کمېټې چارې هم و ارزول شوې او پر کیفیت او کمیت ټینګار وشو.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني اړوندو رئیسانو ته لازمې لارښوونې وکړې چې، څنګه کېدای شي چارې لا چټکې او اغېزمنې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه او اغېزمنه توګه ترسره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

غزني ولایت کې روغتیايي کمپلکس لپاره ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۸/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې غزني ولایت کې  ځمکه سروې کړه.

ښاغلی حافظ لطیف. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۳
Background image

د هلمند پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي زده کوونکو ته عملي زده کړې ور کړل شوې

۱۴۴۶/۸/۲۳

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوی شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست د علمي او مسلکي انجنیرانو لخوا د هلمند پوهنتون د سیول انجنیرۍ پوهنځي زده کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا مرستیال د کارونو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۱۴۴۶/۸/۲۳

د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په خپل کاري دفتر کې د اړوند ریاستونو له رئیسانو او مسؤلینو سره وکتل.

په ناسته کې د دې. . .

BACK TO NEWS