بلخ ولایت کې د مسکن پروژې جوړولو په موخه سلګونه جریبه ځمکه سروې شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۰:۵۱
بلخ

۱۴۴۶/۰۹/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم سره سم په بلخ ولایت کې د مسکن پروژې جوړولو په موخه دیارلس سوه (1300) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې شوه.

بلخ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، تخنیکي ټیم یې دغه چاره په بلخ ولایت کې د اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره کړه.

ښاغلی مولوي حامد وایي، یاده ځمکه د شادیانو دشتې په نوم سیمه کې سروې شوې چې، د مزار شریف ښار پنځمې ناحیې اړوند کېږي.

نوموړی وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن عمومي ریاست په پام کې لري چې، په یاده ساحه کې حویلۍ لرونکې نمرې او بلاکونه جوړ کړي.

د معلوماتو له مخې، یاده پروژه به د داخلي او بهرنیو پانګوالو په مټو ترسره شي چې، اوسمهال یې لومړنۍ چارې روانې دي او د ځمکې د انتقال چارې به یې اصولاً سرته ورسېږي.

د کور او ښارجوړولو وزارت هوډ لري چې، د منظمې ښاري ودې او پراختیا لپاره پرمختللي پلانونه او نقشې جوړې او دغه راز هېوادوالو ته د وسې مطابق کورونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست، د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت ټیمونو، د دوامداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت