ننګرهار کې د یو غیر قانوني ودانۍ چارې وځنډول شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۲:۴۴
ننګرهار

۱۴۴۶/۰۷/۲۶

ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعید په مشرۍ په دغه ولایت کې له ښاري تخلفاتو د یو اقدام چارې وځنډول شوې.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ننګرهار کې د کور او ښار جوړلو رياست له ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجنيرانو د جلال اباد ښار د دوهمې  ناحيې اړوند (مشکو) کوڅې څخه ليدنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په ياده ساحه کې د یوې ودانۍ چارې روانې وي، چې په خبره یې مالک یې هېڅ تخنيكي اسناد( ويزه شوې نقشه، قباله او د اړوندې ناحيې مکتوب) نه درلودل.

نوموړی وایي، له همدې امله یې د یادې ودانۍ چارې وځنډولې، تر څو ټول قانوني پړاونه بشپړ کړي، اسناد ولري او بیا چارې د پلان او نقشې مطابق سرته ورسوي.

ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست هڅې پیل کړي چې، په ښار کې د خپلسرو ودانيو او ودانیزو چارو مخنيوی وکړي او ښار د پلان او نقشې مطابق په انجنيرۍ معيارونو وده او پراختیا پیدا کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۱
Background image

د جوزجان خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شاري تخلفاتو مخنیوي په موخه همغږي وشوه

۱۴۴۶/۰۷/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د جوزجان ولایت خواجه دوکوه ولسوالۍ ته د د ښاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۵۰
Background image

په ښارګوټو کې د بیخ بناء چارو جوړولو په موخه د طرزالعمل په غني کولو خبرې وشوې

۱۴۴۶/۰۷/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د دغه وزارت رهبري غونډه وشوه.

غزني ولایت ته د تعدیل برخه کې د تللي هیئت د کاري راپور څرنګوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۲:۱۷
Background image

په خوست او لوګر ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۷/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یو سف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په خوست او لوګر ولایتونو کې (1253.238). . .

BACK TO NEWS