په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۴/۲۹
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د روانو ساختماني پروژو ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د ارزونې پر مهال هغه ساختماني پروژې وڅېړل شوې چې د ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونې، د ګاونډیانو د حریم د نقض او یا هم د منظور شوو ساختماني نقشو خلاف د جوړونې نښې پکې لیدل شوې.
د اړوندو پروژو مالکانو ته د اسنادو د ارزونې او د موضوع د روښانتیا په موخه لیکلي مکتوبونه وسپارل شول او تر هغې چې د پروژو اړوند اسناد او ساختماني وضعیت وڅېړل شي، ساختماني چارې یې ودرول شوې.
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم به د ښاري قوانینو، مقرراتو او تخنیکي معیارونو د رعایت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د یادو ساحو څارنې ته دوام ورکړي.
