ننګرهار کې د یو غیر قانوني ودانۍ چارې وځنډول شوې
۱۴۴۶/۰۷/۲۶
ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعید په مشرۍ په دغه ولایت کې له ښاري تخلفاتو د یو اقدام چارې وځنډول شوې.
له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ننګرهار کې د کور او ښار جوړلو رياست له ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجنيرانو د جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند (مشکو) کوڅې څخه ليدنه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، په ياده ساحه کې د یوې ودانۍ چارې روانې وي، چې په خبره یې مالک یې هېڅ تخنيكي اسناد( ويزه شوې نقشه، قباله او د اړوندې ناحيې مکتوب) نه درلودل.
نوموړی وایي، له همدې امله یې د یادې ودانۍ چارې وځنډولې، تر څو ټول قانوني پړاونه بشپړ کړي، اسناد ولري او بیا چارې د پلان او نقشې مطابق سرته ورسوي.
ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست هڅې پیل کړي چې، په ښار کې د خپلسرو ودانيو او ودانیزو چارو مخنيوی وکړي او ښار د پلان او نقشې مطابق په انجنيرۍ معيارونو وده او پراختیا پیدا کړي.