په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
پلخمري

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې ودانۍ له مالک څخه غوښتنه وشوه، چې د ودانۍ اړوند ټول اسناد او ساختماني نقشه د کره معلوماتو د ترلاسه کولو او تخنیکي ارزونې په موخه اړوندې ادارې ته وسپاري. د یادې ودانۍ د کار وضعیت تر څارنې لاندې دی او د ساحې په یوه برخه کې د بنسټ د ستنو د نصب چارې روانې وې.

د ساحې د ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده ساحه کې د پلان د بدلون موضوع نشته. د موضوع د لا بشپړې ارزونې او اړوندو ادارو سره د همغږۍ په موخه به د راپور اړوند مکتوبونه د کور او ښار جوړولو وزارت، د بغلان ولایت مقام، د امنیې قوماندانۍ او د پلخمري ښاروالۍ ته واستول شي.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه به د ښاري مقرراتو د رعایت او د ساختماني چارو د قانوني او معیاري پلي کېدو په موخه خپلو څارنو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت