سمنګان ولایت کې د ذغالو مارکېټ جوړولو په موخه لومړنۍ ناسته وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۴:۱۵
samangan

۱۴۴۶/۰۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي په مشرۍ ناسته وشوه، چې څنګه کېدای شي په سمنګان ولایت کې د ذغالو د تخلیې او بارولو په موخه مارکېټ جوړ شي.

دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران و الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۱۴۴۴/۱۲/۰۴ تاریخ د ۵۹۶۶ ګڼې حکم پر اساس او د محترمې کابینې د ۲۴ مې ګڼې مصوبې له مخې ترسره شوه.

دغه چاره، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د کانونو او پترولیم محترم وزارت، د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت، د ترانسپورت او هوایي چلند محترم وزارت، او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو محترم وزارت په ګډون ترسره کېږي، چې په یاده لومړنۍ ناسته کې د هر وزارت دندې او مسؤلیتونه معلوم کړل شول.

په ناسته کې، هر لوري خپلې خبرې وکړې او د کور او ښار جوړولو وزارت د کورونو، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي وویل، هر وزارت دې څومره ژر چې کېدای شي په سمنګان ولایت کې د ذغالو د تخلیې او بارګیرۍ د مارکېټ جوړولو په تړاو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي، چې روښانه پایله به یې له اړوندو مسؤلو چارواکو سره شریکه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت