سمنګان ولایت کې د ذغالو مارکېټ جوړولو په موخه لومړنۍ ناسته وشوه

۱۴۴۶/۰۱/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي په مشرۍ ناسته وشوه، چې څنګه کېدای شي په سمنګان ولایت کې د ذغالو د تخلیې او بارولو په موخه مارکېټ جوړ شي.
دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران و الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۱۴۴۴/۱۲/۰۴ تاریخ د ۵۹۶۶ ګڼې حکم پر اساس او د محترمې کابینې د ۲۴ مې ګڼې مصوبې له مخې ترسره شوه.
دغه چاره، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د کانونو او پترولیم محترم وزارت، د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت، د ترانسپورت او هوایي چلند محترم وزارت، او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو محترم وزارت په ګډون ترسره کېږي، چې په یاده لومړنۍ ناسته کې د هر وزارت دندې او مسؤلیتونه معلوم کړل شول.
په ناسته کې، هر لوري خپلې خبرې وکړې او د کور او ښار جوړولو وزارت د کورونو، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي وویل، هر وزارت دې څومره ژر چې کېدای شي په سمنګان ولایت کې د ذغالو د تخلیې او بارګیرۍ د مارکېټ جوړولو په تړاو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي، چې روښانه پایله به یې له اړوندو مسؤلو چارواکو سره شریکه شي.