د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
اتمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې په سیمه کې د طلایي ښارګوټي څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، چې په کې د ښارګوټي بېلابېلې برخې د تخنیکي ټیمونو له لوري په هر اړخیز ډول وڅارل شوې.

 په دې نظارت کې د سایټ‌ پلان، استوګنیزو او سوداګریزو برخو، عام‌المنفعه تأسیساتو، د سرکونو شبکې، د کانالیزاسیون سیستم، د ښارګوټي حریم او محدوده، همدارنګه د برېښنا او فایبر نوري شبکو وضعیت د منظور شوو پلانونو سره سم وڅېړل شو.

د څارنې په جریان کې یو شمېر ښاري سرغړونې هم تثبیت شوې، چې له ډلې یې د واحدونو غیرمجاز زیاتوالی، د سرکونو په مسیر کې د خپل سرو دوکانونو اعمار او د عام‌المنفعه ساحو د کارونې بدلون شامل دي.

د یادې څارنې اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی بلل شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت