د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
درېيمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو ساحو کې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، چې له دهمزنګ عمومي سړک څخه تر دهبوري څلور لارې پورې ساحې یې تر پوښښ لاندې راوستې.

د څارنې پر مهال د ودانیو ویزه شوې نقشې د موجوده حالت او ښاري پلانونو سره پرتله شوې، څو ډاډ ترلاسه شي چې چارې د منظور شوو پلانونو او نافذه مقرراتو سره سم پرمخ روانې دي.

همدارنګه، هغه پروژې چې پکې د ښاري اصولو او قوانینو څخه د احتمالي سرغړونو نښې لیدل کېدې، تر دقیقې ارزونې لاندې ونیول شوې. له همدې امله د پروژو له مالکینو وغوښتل شول، څو خپل ټول قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د یاد ریاست سره شریک کړي، تر څو د ارزونې وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

په دې لړ کې ټینګار وشو، چې ټولې ودانیزې چارې باید د ښاري پلانونو او نافذه اصولو سره سم ترسره شي، څو د بې‌ نظمې ودانیزې پراختیا، تراکم او نورو ستونزو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې د ودانیزو چارو دا ډول دوامداره څارنې د پلان له مخې دوام لري او په نږدې ورځو کې به د ښار نورې سیمې هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

په ارزګان کې د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د اداري تعمیر له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د ارزګان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د پیښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست د اداري تعمیر د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په غزني ښار کې د نوو ودانیزو پروژو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونود مخنیوي تخنیکي ټیم د غزني ښار اړوند د لومړي او دوهم پلان په ساحو کې د تازه پیل شوو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۶
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د جامع مسجد شریف د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د فراه ولایت په مهاجرینو ښارګوټي کې د یو باب جامع مسجد شریف د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې فزیکي پرمختګ ارزول شوی چې تر دې مهاله. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت