په لغمان، بامیان او کندهار ولایتونو کې ځینو د تېلو پمپ سټېشنونو ته د جوړولو اجازه ورکړل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۲:۴۹
picture

۱۴۴۵/۸/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون خپله نوبتي څلوردېرشمه ناسته وکړه او پر بېلا بېلو اړوندو موضوعاتو یې نظرونه تبادله کړل.

په ناسته کې، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېلو د پمپ سټېشنونو پر جوړولو بحث وشو.

د تېلو پمپ سټېشنونو د جوړولو په موخه، د سوداګرۍ وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د ټولګټو چارو وزارت، کور او ښار جوړولو وزارت، د برښنا محترم ریاست، د اړونده ولایتونو د امنیې قوماندانیو، د اور وژنې ریاست او د سیمې د اوسېدونکو نظرونه دقیق وڅېړل شول او وروسته په لاندې ولایتونو کې د تېلو د پمپ سټیشنونو ته فعالیت اجازه ورکړل شوه.

لغمان ولایت کې محترم محمد عالم د فیروز زوی ته، بامیان ولایت کې محترم محمد داود د عین الدین زوی ته، کندهار کې د محمد نصیر د محمد ابراهیم زوی ته د اسنادو تر څېړلو وروسته د تېلو د پمپ سټېشن د جوړولو اجازه ورکړل شوه.

دغه راز، په کندز او تخار ولایتونو کې د ځینو پمپ سټېشنونو جوړولو اسناد په بشپړه توګه نه و پروسس شوي، چې د طی مراحل او د ځمکو د تثبیت په موخه یې لازمې سپارښتنې وشوې.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۳۲
Background image

په استوګنیزو پروژو کې د پانګونې په موخه د پښتني بانک طرحه ارزول کېږي

۱۴۴۷/۰۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت ته د پښتني بانک له خوا د پانګونې یوه طرحه وړاندې شوې، چې غواړي په استوګنیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

د وزارت محترم مقام دا طرحه د شرعي ارزونې لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

زابل کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ۍاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس الحاج ملا داد ګل مسلم د هدایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۴۶
Background image

کندهار کې د سړکونو غاړې او پلي لارو څخه غیر قانوني چارې لیرې کړل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د کندهار ولایت د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو په غاړه او پلي لارو کې د غیر قانوني چارو مخنیوی. . .

BACK TO NEWS