د لوګر ولایت مرکز کې د عمر اباد مسجد د جوړولو کارونه و ارزول شول

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مرکز کې د عمراباد د نیمه کاره مسجد له کارونو برسي وکړه. د انجنیرۍ او تخنیکي ټیم د دې نیمه کاره مسجد د کارونو له کمیت او کیفیت څخه لیدنه وکړه چې اوس یې کارونه ولاړ دي. د عمراباد مسجد شریف چې په یو وخت کې د 500 لمونځ کونکو ظرفیت لري، د بودیجې له تصویب وروسته به یې د تعمیر کارونه په اساسي او پاخه ډول سره بشپړ شي