All News
لغمان ولايت کې له ۱۰۰ زره جريبه څخه زیاته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لغمان ولايت کې ۱۵۸۱۹۴ جريبه سپینه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړل.
سرپل ولايت کې له ۳۰۰ جريبه څخه زیاته ځمکه تصفيه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له دولتي څخه د شخصي ځمکو بېلولو په موخه د ځمکو د تصفيې په لړ کې دا ځل په سرپل ولايت کې ۳۶۳ جريبه ځمکه تصفيه کړه.
خوست ولايت کې ۲ زره جريبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د ځمکو د انتقال په لړ کې په تازه ډول د خوست ولايت په مرکز کې دوه زره جريبه دولتي ځمکه انتقال کړه.
نيمروز ولايت کې ۳ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غاصبينو له منګولو د ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل ۳ جريبه دولتي ځمکه د نيمروز ولايت په مرکز کې استرداد کړه.
خوست ولايت کې ۷۰۰ جريبه دولتي ځمکه انتقال شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال په لړ کې دا ځل په خوست ولايت کې ۷۰۰ جريبه ځمکه ولېږدوله.
د باميانو د ملي راډيو تلويزيون تخنيکي سټوډيو او امريت ودانۍ ورغول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د باميان ولايت ملي راډيو تلويزيون د تخنيکي سټوډيو او امريت ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
د کونړ ولايت د اداري کمپلکس پروژې لپاره د ځمکې سروې پيل شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کونړ ولايت اوسېدونکو لپاره د چټکو، اسانه او شفافو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د دې ولايت د اداري کمپلکس د جوړولو لپاره سروې پيل کړه.
هرات ولايت کې له ۷۶ زره څخه زيات کورونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د سروې او ثبت په لړ کې دا ځل د هرات ولايت په مرکز او انجيل ولسوالۍ کې ۷۶۶۲۹ کورونه سروې او ثبت کړي دي.
ننګرهار ولايت کې له ۳۰۰ زره جريبه څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ننګرهار ولايت کې ۳۶۳۳۸۹ جريبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړل.
