سرپل ولايت کې له ۳۰۰ جريبه څخه زیاته ځمکه تصفيه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له دولتي څخه د شخصي ځمکو بېلولو په موخه د ځمکو د تصفيې په لړ کې دا ځل په سرپل ولايت کې ۳۶۳ جريبه ځمکه تصفيه کړه.
په دې ځمکه کې ۳۰۰ جريبه للمي او ۶۳ جريبه شخصي ځمکه ده چې په ګوسفندي ولسوالۍ کې د تفصيلي پلان د تطبيق لړۍ د اسانولو په موخه تصفيه شوې ده.