کندهار ولایت کې یو هستوګنیز ښارګوټی،ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۶:۹
picture

۷/۱۰/۱۴۴۵

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په هدایت او د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو دکندهار ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند مخکینۍ قول اردو ساحه کې چې په زړې فرقې شهرت لري، یو هستوګنیز ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي، یاد کوچنی هستوګنیز ښارګوټی د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښوونه جوړ شو، چې د مدیریت، کنټرول او څارنې چارې یې په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه وې.

د کندهار ولایت  د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په زړې قول اردو کې جوړ دغه عصري هستوګنیز ښارګوټي باندې شپږ سوه او لس زره (۶۱۰۰۰۰) ډالر لګښت راغلی.

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د یاد کوچني هستوګنیز ښارګوټي ډیزاین د کور او ښار جوړولو وزارت کړی چې د دوی تر مستقیم نظارت لاندې په پنځه میاشتو کې جوړ شو.

د نوموړي په خبره؛ هستوګنیز ښارګوټي کې هر کور، درې د او سېدو خونې، یو دهلیز، درې د حمام تشنابونه، یو پخلنځی او د احاطې دېوال لري، او په وینا یې ټولې چارې یې باکیفیته او معیاري سرته رسېدلي دي.

په یاد ښارګوټي کې هر کور په دوه سوه او دوه پنځوس (۲۵۲) متر مربع  ځمکه کې جوړ او (۱۲۲۰۰) ډالر مصرف شوی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي، د وېش چارې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پورې اړوند کېږي.

د معلوماتو له مخې؛ یاد کوچني هستوګنیز ښارګوټي کې پنځوس (۵۰) بابه کورونه د یوه ښارګوټي په اډانه کې جوړ شول، چې په ټوله کې ښارګوټی یوه د اوبو برمه، د اوبو ذخیره چې د پنځوس زره (۵۰۰۰۰) لیتره اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، د اوبو رسولو منظم سیسټم، او نورې اسانتیاوې برابرې شوي، چې شپږ اویا زره (۷۶۰۰۰) ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت؛ د ښاري پراختیا او هېوادوالو ته د ارزان بیه او معیاري سرپناه په برابرولو کې هڅې پیل کړي دي، چې روان کال به یې عملي چارې لا ګړندۍ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت