د خوست ښار کې د ښاري پلاني تخلفاتو پر وړاندې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په خوست کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجينري ټيم د ښاري پلاني تخلفاتو د مخنیوي په موخه د ښار د دويمې ناحیې اړوند مجاهد څلور لارې په سیمه کې څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ټیم په دغه ناحیه کې له یوې مهمې ساختماني پروژې څخه نظارت ترسره کړ.
نوموړی وایي، یاده څارنه د خوست ښار د تفصیلي پلان د پلي کېدو او د ښاري نظم د ساتنې په موخه ترسره شو، چې په کې د یاد ریاست رئیس او د ښاري پلاني تخلفاتو ټیم هم ونډه اخیستې وه.
د هغه په خبره، دا پروژه، چې د دفاع وزارت له خوا د یو قراردادي په واسطه د سوداګریز مارکېټ د جوړېدو لپاره ورکړل شوې وه، د څارنې په مهال څرګنده شوه، چې ساحه د ښار د تفصیلي پلان له مخې د سړک شنه ساحه تعین شوې ده.
له همدې امله، د یادې پروژې چارې ځنډول شوي دي او اړوند اسناد د ارزونې او حقوقي څېړنې په موخه تر بررسۍ لاندې دي.
خوست ولایت کې، د کور او ښار جوړولو ریاست وايي، دوی ژمن دي چې د ښاري نظم د خونديتوب لپاره په دوامداره ډول د ښار په ټولو ناحیو کې د ښاري تخلفاتو پر وړاندې نظارت ته دوام ورکړي، ترڅو قانوني جوړښتونه خوندي پاتې شي او د ښاري پراختیا معیارونه مراعت شي.