کندهار ولايت کې د ساينس مرکز ودانۍ ورغول شوه
![کندهار](/sites/default/files/2020-02/2222222.jpg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې د ساينس مرکز ودانۍ په اساسي ډول ورغوله.
د پوهنې وزارت دا پروژه په ۶۵۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۳۱ ميليونه ۹۰۰ زره افغانيو بشپړه شوه.
ښار جوړولو او ځمکو په مرکز او ولايتونو کې د معارف ساختماني پروژو په تطبيق سره نه يوازې په اداري برخه کې د ستونزو د لهمنځه وړلو هڅه کوي، بلکې زدهکوونکو ته د زدهکړې ارام او مناسب چاپېريال هم برابروي.