ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لومړي ځل نږدې ۸۰۰ رغنيزې پروژې د انلاين معلوماتي بانک ته داخلې کړې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۱۳:۱۶
کابل

په هغه کنفرانس کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو معين محترم سید نسیم خلیق وویل چې د رغنيزو پروژو انلاين معلوماتي بانک د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په چوکاټ کې فعال شوی دی چې په لومړي ځل يې ۷۹۷ ساختماني پروژې دې بانک ته داخلې کړي دي.

هغه زیاته کړه: حساب ورکونه، روڼتيا، معلوماتو ته د خلکو او دولتي ادارو د لاسرسي حق، په ولايتونو، ولسواليو او قريو کې د برنامو او ساختماني پروژو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د ساختماني پروژو د تطبيق پړاونو په ډاګه کول او د برېښنايي حکومتولۍ دودول د دې بانک اساسي موخې دي.

په دې بانک کې د تېرو دريو کلونو ساختماني پروژو معلومات د سکتور، زون، ادارو، د ولايتونو او برنامو په اساس دسته بندي شوي او د لاسرسي وړ دي.

دا مهال په دې معلوماتي سيسټم کې ۷۹۷ ساختماني پروژې شاملې دي چې له دې ډلې ۶۵ پروژې د سروې ، ۱۲۹ پروژې د طرحې او ډيزاين، ۱۸۳ پروژې د تدارکاتو او ۲۶۰ پروژې د تطبيق په حال کې دي. همدارنګه ۷۲ نورې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې دې وزارت د تېرو دريو کلونو پر مهال په تعليمي او تحصيلي سکتور کې د ۴۷۷ پروژو، په روغتيا او ورزشي سکتور کې د ۱۰۰ پروژو، په ديني، مذهبي او تاريخي سکتور کې د ۱۵۱ پروژو، په ټولنيز او اداري سکتور کې د ۸۶ پروژو او په صنعتي او زراعتي سکتور کې د ۹ پروژو د پلي کېدو چارې پيل کړي دي.    

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تشکيلاتي چوکاټ کې د افغانستان د ډيزاين مرکز رامنځته کول د دې وزارت يوه بله لاسته راوړنه ده چې د دې مرکز په جوړېدو سره به په لومړي ځل ټولې دولتي او عامه ودانۍ د پياوړو متخصصينو په وسيله ډيزاين او ورغول شي.

د ساختماني پروژو اطلاعاتي بانک له (http://gbcpl.gov.af/) لينک او همدارنګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ويب سايټ (www.mudl.gov.af) څخه ليدلی شئ.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۲۰
Background image

په جوزجان ولایت کې له ښاري پلان سره مخالفې ودانۍ ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په لارښوونه، د جوزجان ولایت د د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو ټیم د اړوندو امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

په فراه ښار کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس، مولوي عبدالمنان حقاني وايي چې د فراه ولایت تخنیکي ټیم د ښار په شپږمه ناحیه کې له پلان پرته جوړو شویو ښاري سرغړونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۴۴
Background image

په فاریاب کې د پنځه ‌پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذو‌الفقاروایي،  د تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنې ښار د پنځمې ناحیې د مدیریت اړوند د پنځه‌ پوړیزه. . .

BACK TO NEWS