په جوزجان ولایت کې له ښاري پلان سره مخالفې ودانۍ ودرول شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۲۰
جوزجان

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په لارښوونه، د جوزجان ولایت د د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو ټیم د اړوندو امارتي ادارو له استازو سره یو ځای د  L پراختیایي پروژې له تطبیق او ښاري نقشې څخه نظارت وکړ.

ښاغلي مولوي عبدالله فیضان وویل، د یادې څارنې پر مهال څرګنده شوه چې یو شمېر هټۍ د پروژې له نقشې سره په ټکر کې وې، د شنې ساحې او لوړپوړیزو سوداګریزو مارکیټونو په مشخصو ساحو کې په ناقانونه ډول اعمار شوي دي.

د نوموړي په خبره،  یاد کار د ښاري اصولو او مقرراتو ښکاره سرغړونه ده او د سرغړونکو هټیو ودانیزې چارې ودرول شوې، مسؤولینو ته لارښوونه وشوه چې خپل فعالیتونه دې د تائید شوې نقشې او پراختیایي پلان مطابق سره تنظیم کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت