پکتیکا ولایت کې د یو استنادي دېوال جوړولو په موخه ساحه وکتل شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۹
پکتیکا

۱۴۴۶/۰۹/۰۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجنیرانو په دغه ولایت کې د یوسف خېلو ولسوالۍ زمريکوټ له ساحې لیدنه وکړه.

په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، انجینرانو یې دغه لیدنه په ساحه کې د یو استنادي دېوال جوړولو په موخه وکړه چې، په خبره یې ډېر ژر به ورته نقشه برابره کړي.

ښاغلی مولوي سیف الجهاد وایي، دغه چاره یې په دغه ولایت کې د طبعي پېښو ته د چمتوالي محترم ریاست په غوښتنه ترسره کړه.

نوموړی وایي، د نقشې له جوړېدو وروسته به نقشه یاد ریاست ته وسپارل شي چې، د عملي کېدا لپاره یې لاس په کار شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو لپاره براورد کوي، نقشې جوړوي او له چارو څارنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت