په کابل کې د امارات ښارګوټي له اوسېدونکي سره ناسته

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۱۶
معینیت مسکن

۱۴۴۶/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فایز، د امارات ښارګوټي له یو شمېر اوسېدونکو سره وکتل او د یاد ښارګوټي د شته ستونزو د حل په اړه یې بحث وکړ.

په دې غونډه کې، یو شمېر خلکو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د دې ښارګوټي د اساسي نیمګړتیاوو په توګه یې د جوماتونو، ښوونځیو، کلینیکونو، سپورټي میدانونو، معیاري تشنابونو او د اوبو لګولو او شنه کولو لپاره د اوبو د تصفیه خونو نشتوالي په ګډون یو لړ موجوده ستونزې یادې کړې.

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال وویل، د امارات ښارګوټي د ستونزو حل برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او له ټولو ممکنه لارو چارو به کار واخلي.

نوموړي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، د هېواد په کچه ښارونه د ماسټر پلانونو له مخې پراخ او معیاري کړي، څو خلک له ښاري خدمتونو پراخه ګټه پورته کړي او ښاري خدماتو اسان لاسرسی ولري.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۲
Background image

بامیان ولایت کې د څو ودانیو نقشې او ډیزاین بشپړ شو

۱۴۴۶/۱۲/۴

بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان‌الله امان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د څو ودانیو نقشې او ډیزاین بشپړ کړی دی.

ښاغلی انجنیر امان وایي، د یوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۱۰
Background image

د سرپل ولایت د پوهنتون سیمې سروې د تفصیلي پلان د طرحې په موخه روانه ده

۱۴۴۶/۱۲/۴

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د پوهنتون د سیمې سروې د تفصیلي پلان د جوړولو په موخه پیل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره ښارګوټی پرانستل شو

۱۴۴۶/۱۲/۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د ښاغلي اداري او مالي مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج. . .

BACK TO NEWS