د سرپل ولایت د پوهنتون سیمې سروې د تفصیلي پلان د طرحې په موخه روانه ده

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۱۰
..

۱۴۴۶/۱۲/۴

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د پوهنتون د سیمې سروې د تفصیلي پلان د جوړولو په موخه پیل کړه.

ښاغلی ملا نوراني وایي، د دې سروې اصلي هدف د سیمې حدود او فزیکي ځانګړتیاوې تثبیتول، د موجوده شرایطو پېژندنه، د خاورې نوعیت، توپوګرافي، د سړکونو شبکه، موجوده ودانۍ او نور عوامل دي، چې د تفصیلي پلان په طرحه کې مهم رول لري.

نوموړی وایي، د پوهنتون د سیمې لومړني حدود د (جي، پي، ایس) او توپوګرافیکي وسایلو په مرسته تثبیتېږي، د خاورې د سطحې ابتدایي ارزونه، د نباتاتو پوښښ، او ابتدایي نقشې جوړول د ټوتل سټېشن په وسیله ترسره کېږي.

دغه راز، دوی د پوهنتون له مسؤلینو سره مرکې کوي چې نور معلومات او د پراختیا اړتیاوې معلومې شي.

سربېره پردې، د عامه سړک، بیخ بنایي جوړښتونو(برق، اوبه، فاضلاب) او د احتمالي راتلونکو لارو ارزونه هم روانه ده.

ملا نوراني وایي، د سرپل ولایت د پوهنتون سیمې سروې په تخنیکي او مسلکي ډول ترسره کېږي، او کله چې پاتې پړاونه بشپړ شي، د تفصیلي پلان د طرحې پروسه به پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت