په کابل ښار کې د سید جمالالدین افغان ښارګوټي د ښاري وضعیت او احتمالي سرغړونو څارنه پیل شوه
۱۴۴۸/۶/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په دوه ویشتمه ناحیه کې د سید جمالالدین افغان ښارګوټي د وضعیت د ارزونې او څارنې بهیر پیل کړی دی.
دغه څارنه د وزارت د محترم مقام د لارښوونې له مخې، د یاد ریاست اړوند د ښارګوټو د معلوماتو او څارنې او سرغړونو ته د رسېدنې آمریتونو د تخنیکي ټیمونو له لوري پیل شوې ده.
د دې څارنې موخه د ښارګوټي د اوسني وضعیت ارزونه، له منظور شوي تفصیلي پلان سره د ودانیو، عامها لمنفعه تأسیساتو، شنو ساحو، سړکونو شبکې او نورو برخو د مطابقت کچه معلومول دي.
تخنیکي ټیمونه د کابل ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان پر بنسټ، ساحوي ارزونې ترسره کوي، د پلان او موجوده وضعیت ترمنځ پرتله کوي او په بېلابېلو برخو کې احتمالي ښاري سرغړونې په ګوته کوي.
د یادونې وړ ده، چې د تخنیکي او ساحوي ارزونو له بشپړېدو وروسته به د څارنې موندنې، له منظور شوي پلان سره د احتمالي مغایرت موارد او د سرغړونو اړوند معلومات په یوه مفصل راپور کې راټول او د لازمو پرېکړو او اجراآتو په موخه به د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته وړاندې شي.
د سید جمالالدین افغان ښارګوټي د څارنې او ارزونې بهیر به د اړینو تخنیکي څېړنو تر بشپړېدو پورې دوام وکړي.
