د هرات ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاح او بیارغونې پلانونه د کور او ښار جوړولو وزیر لاسلیک کړل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۳۹
وزیر

۱۴۴۸/۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د هرات ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاح او بیارغونې پلانونه، چې د یاد وزارت د غیرپلاني سیمو د سمون ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ۱۴۰۵ کال د منظور شوي ماسټر پلان پر بنسټ بیاکتل او اصلاح شوي وو، لاسلیک کړل.

د یادو پلانونو تر پوښښ لاندې ټولټال ۱۹ زره او ۲۱۶.۴۲ هکټاره ساحه شامله ده، چې د ځمکو د کارونې بېلابېل ډولونه، لکه استوګنیزې، مذهبي، تفریحي، سوداګریزې، ښوونیزې او ګډې ساحې په کې په پام کې نیول شوې دي.

په دغو پلانونو کې د هرات ښار د تاریخي، کلتوري او معماري هویت د ساتنې لپاره تاریخي سیمې هم تثبیت او خوندي شوې دي.

 همدارنګه، د سړکونو جوړښت او شبکې د ۱۴۰۵ کال د منظور شوي ماسټر پلان له مخې تنظیم شوې دي.

د یادو پلانونو موخه د هرات ښار د فضایي جوړښت ښه تنظیم، د ځمکو د کارونې د څرنګوالي روښانه کول، د ښاري چاپېریال د کیفیت لوړول او د ښار د منظمې، متوازنې او دوامدارې پراختیا لپاره د لازمې زمینې برابرول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۳۹
Background image

د هرات ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاح او بیارغونې پلانونه د کور او ښار جوړولو وزیر لاسلیک کړل

۱۴۴۸/۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د هرات ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاح او بیارغونې پلانونه، چې د یاد وزارت د غیرپلاني سیمو د سمون ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۱۷
Background image

په ارزګان کې د جوماتونو د رغنیزو چارو تخنیکي څارنه دوام لري

۱۴۴۸/۶/۱۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند مسلکي انجنیرانو د دغه ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د یوه جومات د رغنیزو چارو ساحوي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د ارشاد، حج او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري ودانۍ جوړولو له پروژې تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د فراه برېښنا امریت د اداري ودانۍ جوړولو له پروژې څخه ساحوي څارنه ترسره کړه، چې اوس مهال یې د دویم پوړ د چت د سیخ‌ تړلوچارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت