په نورستان کې د پارون ښار د تفصیلي پلان د بیاکتنې لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۶/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې دي.
دغه سروې د پارون ښار د اوسني تفصیلي پلان د بیاکتنې او د نوي تفصیلي پلان د ترتیب په موخه ترسره کېږي.
د یادې سروې په ترڅ کې به د ښار د ځمکې وضعیت او اړوند تخنیکي معلومات راټول شي، څو د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د ښار تفصیلي پلان بیا وارزول شي او د اوسنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره نوی پلان ترتیب شي.
