په هلمند ولایت کې د دوو جلا روغتیایي کلینیکونو ودانیزې چارې و څارل شوې
![helmand](/sites/default/files/2025-02/hlmnd.jpeg)
۱۴۴۶/۸/۱۳
د هلمند ولایت د کوراوښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په نهرالسراج ولسوالۍ او احمد شاهي مینه کې د روغتیايي کلینیکونو ودانیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي ناظم وویل، د احمد شاهي مینې د روغتیايي کلینیک د احاطوي دیوال د خشتګارۍ او د تهداب د سنګکارۍ له چارو څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، په نهرالسراج ولسوالۍ کې د روغتیايي کلینیک د چت د سیخ بندۍ چارې رووانې وې، چې ترې څارنه سره شوه او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت کې تر سره کړي.