په نیمروز ولایت کې د یو پُل له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۰:۲۲
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه د اړوندو ادارو په غوښتنه له ټولو ودانیزو پروژو څارنه کوي او د اړتیا په مهال مقابل لوري ته لازمې لارښوونې کوي.

نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم په دغه ولایت کې د شل متره پُل له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

د مولوي یاسیني په خبره، یاد پُل په چخانسور ولسوالۍ کې موقیعت لري، چې شل متره یې اوږدوالی دی.

نوموړي زیاته کړه، د یاد پُل له چارو په دقیقه توګه څارنه وشوه او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو د دې پروژې چارې د قررارداد پاڼې مطابق سرته ورسوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د ودانیزو پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو یې چارې په انجنیري او مسلکي معیارونو برابرې سرته و رسیږي.

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۲۰
Background image

په جوزجان ولایت کې له ښاري پلان سره مخالفې ودانۍ ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په لارښوونه، د جوزجان ولایت د د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو ټیم د اړوندو امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

په فراه ښار کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس، مولوي عبدالمنان حقاني وايي چې د فراه ولایت تخنیکي ټیم د ښار په شپږمه ناحیه کې له پلان پرته جوړو شویو ښاري سرغړونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۴۴
Background image

په فاریاب کې د پنځه ‌پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذو‌الفقاروایي،  د تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنې ښار د پنځمې ناحیې د مدیریت اړوند د پنځه‌ پوړیزه. . .

BACK TO NEWS