په فراه ښار کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۵۵
فراه

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس، مولوي عبدالمنان حقاني وايي چې د فراه ولایت تخنیکي ټیم د ښار په شپږمه ناحیه کې له پلان پرته جوړو شویو ښاري سرغړونو مخنیوی کړی دی.

د فراه ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وايي، د ښاري سرغړونو ټیم د فراه ولایت د شپږمې ناحیې له ساحې څخه د نظارت پر مهال وموندله چې یو خود سر پارکینګ د عامه معبر پر فضا جوړ شوی و.

د نوموړي په خبره، چې د ښار جوړولو اصولو او نقشه‌ بندۍ سره سم د ښار د منظم پرمختګ لپاره دا ډول سرغړونې نه زغمل کېږي، او له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې له قانون سره سم عمل وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت