په فاریاب کې د پنځه ‌پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۴۴
فاریاب

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذو‌الفقاروایي،  د تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنې ښار د پنځمې ناحیې د مدیریت اړوند د پنځه‌ پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې پروژې له روان بهیر څخه یې څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د یادې پروژې ساختماني چارې تر دې دمه شاوخوا ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي، چې د انجنیري نورمونو او نقشه سره سم پر مخ روانې دي.

د نوموړي په خبره، د پروژې له کیفیت او پرمختګ څخه د لیدنې پر مهال قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې پاتې کارونه هم باید د نقشې، تخنیکي معیارونو او انجنیري اصولو سره سم تر سره شي.

د یادولو ده، چې یاد مارکېټ به د ښار د اقتصادي رونق، ښاري تنظیم او خلکو ته د خدمت رسونې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت