په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي
۱۴۴۸/۴/۱۳
د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.
دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو ترانسپورتي اړتیاوو، د نفوس د زیاتوالي او معاصرو ښاري معیارونو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو عرضونو او مقطعو طرحه شوي دي.
د یادو سړکونو په ډیزاین او تطبیق کې د وسایطو د منظم تګ راتګ ترڅنګ، د پلي وګړو او بایسکل چلوونکو لپاره د خوندي او معیاري تګ راتګ زمینه هم په پام کې نیول شوې ده.
د تخنیکي طرحو له مخې، د اړتیا او موقعیت پر اساس د یادو سړکونو عرضونه ۳۳، ۴۳ او ۷۰ متره ټاکل شوي، چې په جوړښتي طرحو کې یې د وسایطو ځانګړي لینونه، د بایسکلچلوونکو لپاره ځانګړې لارې، پلې لارې او د ښاري تګ راتګ اړوند نور اړین تأسیسات شامل دي.
د سړکونو د ډیزاین یوه مهمه برخه د باراني او سطحي اوبو د مدیریت لپاره د معیاري ویالو او اوبو ایستنې کانالونو جوړول دي، د تخنیکي معلوماتو له مخې، د سړکونو په طرحه کې د هایدرولوژۍ اړوند مطالعات په پام کې نیول شوي، څو د موسمي ورښتونو پر مهال د اوبو د منظم انتقال او تخلیې زمینه برابره او د سړکونو د تخریب، د اوبو د راټولېدو او نورو احتمالي ستونزو مخه ونیول شي.
د نوي کابل ښار د پراختیا لوی ریاست تخنیکي او مسلکي ټیمونه د سړکونو د طرحې او تطبیق پر مهال د ښار راتلونکې پراختیا، د نفوس د احتمالي زیاتوالي او د ترانسپورتي اړتیاوو بدلونونه هم په پام کې نیسي، څو رامنځته کېدونکې ترانسپورتي زیربناوې د ښار له اوږدمهاله پراختیا سره همغږې وي.
د یاد ریاست تخنیکي معاونیت اړوند ټیمونه د منظور شوو طرحو، تخنیکي معیارونو او معاصرو ښاري اصولو مطابق د نوي کابل ښار د سړکونو د ډیزاین او عملي تطبیق بهیر څاري او د پروژو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د رعایت لپاره لازمې چارې ترسره کوي.
