د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۱۳
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د لومړي پوړ د چت او د پروژې په سوېل ختیځه برخه کې د کانکریټ اچونې چارې وکتل شوې او د کار د بهیر د ښه والي په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې.
د ساختماني شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د غالۍ اوبدونکو مارکېټ ټولې ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، کاري احجامو، تدارکاتي شرطپاڼې او انجنیري او معماري نورمونو مطابق ترسره کړي.
همداراز، د تخنیکي ټيم له لوري د پروژې د کیفیت، ښه والي او اغېزمنتیا په موخه یو لړ تخنیکي نظریات او سپارښتنې هم وړاندې شوې.
