د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۱۱
د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د یادې پروژې د پلسترکارۍ، ایزوګام لګولو او د تشنابونو د کاشي کارۍ چارې وکتل شوې او د کار د بهیر د ښه والي په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې.
د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس د ودانیز شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د ښوونځي د ودانۍ ټولې ساختماني چارې د نقشې، کاري احجامو، تدارکاتي شرطپاڼې او انجنیري او معماري نورمونو مطابق ترسره کړي.
همداراز، د څارونکو انجنیرانو له لوري د پروژې د کیفیت، اغېزمنتیا او د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه یو لړ تخنیکي نظریات او سپارښتنې هم وړاندې شوې.
