په دهراوود ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۳۰
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخلفاتي ټیم، د دهراوود ولسوالۍ د پلان لرونکو ساحو د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلان د تطبیق د ارزونې په موخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال دوه کسان ولیدل شول چې په استوګنیزو نمرو او د سړکونو په ساحو کې یې د سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو چارې پیل کړې وې. یادو کسانو ته د کار د درولو لارښوونه وشوه او ټینګار پرې وشو چې د منظور شوي ښاري پلان او اړوندو طرزالعملونو خلاف دې له یادو ساحو څخه استفاده نه کوي.
همداراز، د ولسوالۍ ښاروالۍ او اړوندې انجینري ډلې ته سپارښتنه وشوه چې د منظور شوي پلان خلاف هېڅ ډول ودانیزو چارو ته اجازه ورنه کړي. د سیمې له اوسېدونکو سره هم د ښاري پلان د استوګنیزو، سوداګریزو، اداري او شنو ساحو په اړه لازم معلومات شریک شول.
