د قوش تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو پروژې ۳۷ سلنه چارې بشپړې شوې
۱۴۴۸/۳/۲۹
د جوزجان ولایت د کو راو ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم له لوري د قوشتپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له پروژې څخه څارنه وشوه.
د یادې پروژې چارې تر دې مهاله ۳۷ سلنه پرمختګ لري، چې د څاه د کیسنګ او احاطوي دېوال د سنګ کارۍ ترڅنګ د اوبو رسولو شبکې ۱،۹۰۰ متره پایپونه نصب او ښخ شوي دي.
یاده پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له پراختیايي بودجې تمویلېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د بېرته راستنو شویو مهاجرینو ۷۰۰ کورنۍ د پاکو او خوندي څښاک اوبو له اسانتیا څخه برخمنې شي.
د پروژې په اساسي برخو کې د ۱۱۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، ۲۴ د اوبو نل ځایونه، ۳۰ لمریزې تختې، دوه فلزي اوبو زېرمې او ۲،۲۵۰ کیلومتره د اوبو رسولو شبکه شامل دي.
