د زابل ولایتي روغتون د دوو نویو ودانیو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۲۹
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون کې د دوو نویو ودانیو د ساختماني چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د یادو ودانیو د لومړي پوړ د کانکریټ اچونې چارې تر وروستي پړاو رسېدلې دي او د پروژې د راتلونکو چارو د پیل او ښه پرمخ وړلو په موخه قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم ټینګار وکړ، چې پاتې چارې دې د منظور شوي پلان او تخنیکي معیارونو مطابق ترسره او په ټاکلي وخت کې بشپړې شي.
