په ارزګان ولایت کې د مرافعې محکمې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۱۸
ارزګان

۱۴۴۷/۰۲/۲۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا د مرافعې محکمې اړوند د درې بابه اوطاقونو د خط‌ا اچونې چارې و څارل شوې.

 ښاغلي ملا ابو احمد وویل، د یاد نظارت هدف د ساختماني چارو د سم، منظم او تخنیکي تطبیق ډاډ ترلاسه کول دي، چې چارې د نقشې مطابق تر سره شي.

د نوموړي په خبره،  همدارنګه د شرکت مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې خپل مسئولیتونه په دقت سره ترسره کړي، تر څو ودانۍ په یو معیاري او پایدار ډول جوړه شي.

ښاغلي ملا ابو احمد ټینګار وکړ چې له ورته پروژو څخه به په مسلسل ډول نظارت کېږي، څو ټولې ودانیزې چارې د کیفیت او تخنیکي معیارونو پر بنسټ پرمخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د ننګرهار او پکتیکا لپاره مهم ګام؛ د مهاجرینو ښارګوټو اصلاحي پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي اصلاحي پلانونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر د لوګر د خلکو غوښتنې واورېدې؛ د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت له یو شمېر مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ودانیزو او استوګنیزو د نقشو تخنیکي کمیسیون ناسته تر سره شوه

۲۱/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین الحاج ګل زرین صابر په مشرۍ، د د ودانیزو او استوګنیزو نقشو تخنیکي کمیسیون خپله دویمه ناسته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت