هلمند ولایت کې د یتیمانو لپاره د هستوګنیز ښارګوټي جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۵۶
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۱۸

د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د پنځه سوه یتمیانو لپاره عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه د برخمن هستوګنیز ښارګوټي پر جوړولو کار پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل: د خوښۍ احساس کوي چې په هلمند ولایت کې د یتیمو کورنیو لپاره سر پناه جوړوي.

ښاغلي نعماني وویل، په ټول هېواد کې تر ټولو زیاته ستونزه د سر پناوو نه شتون دی، چې په خبره یې د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان کې له ۲،۵ تر ۳ میلیونه نفوس د اوسېدو لپاره سرپناه او مناسب ځای نه لري چې د دې ستونزې د حل لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت د خپل کاري پلان زیاته برخه ځانګړې کړې ده.

د یاد هستوګنیز ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سربېره د اطلاعات او کلتور محترم سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خوا، د هلمند مرستیال والي محترم مولوي محمد نبي حماس، د دغه ولایت امنیه قوماندان محترم مولوي عبدالحکیم مبارک، د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي سید نیک محمد متصم، د هلمند د اطلاعات او کلتور  محترم رئیس حافظ عبدالباري راشد، د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ استازي او ځینو نورو رئیسانو او د ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د یادولو وړ ده، چې  یاد هستوګنیز ښارګوټی په ۲۷۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د لګښت چارې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ خیریه بنسټ په غاړه اخیستې دي، چې نورې چارې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي.

 

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۳/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه هم وکړه.

دا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۱۹
Background image

د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو طرزالعمل یوځای او معیاري شو

۱۴۴۷/۰۳/۱۱

د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو د معیاري طرزالعمل د بیاکتنې کمیټې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال ښاغلي مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ، د یاد طرزالعمل مواد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوند جومات کانکریټ اچولو ته اجازه ورکړل شوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۱

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، چې د یاد ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د ګډ هیئت په شتون کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوند هغه جومات. . .

BACK TO NEWS