ننګرهار ولایت کې ۴۵۸۷۶۵ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
![ننگرهار](/sites/default/files/2020-10/nngrhar-850x531.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په ننګرهار ولایت کې 458765 جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
له دې شمېر څخه، 444239 جریبه سپینه دولتي او پاتې 14526 جریبه ځمکه د دولت تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###