په کندهار کې د ابراهیم النخعي ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۶/۱۳
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کیفیت د کنټرول عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د ساختماني معیارونو د رعایت او د پروژې د کیفیت د ډاډمنتیا په موخه، د ابراهیم النخعي ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو له چارو ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د ساختماني چارو تخنیکي وضعیت او د کارونو کیفیت وارزول شو او قراردادي شرکت ته د لیدل شویو مواردو په اړه لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې، څو د پروژې د تطبیق پر مهال ساختماني اصول او اړوند تخنیکي معیارونه په پام کې ونیسي.
د کندهار د کور او ښار جوړولو ریاست د خپلو مسلکي مسؤلیتونو له مخې د ساختماني پروژو د کیفیت او د تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه خپلو څارنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
