د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د مرکزي بند خونې ادارې ودانۍ چارې بشپړې شوې
۱۴۴۸/۶/۱۳
د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زندانونو چارو د سمون ریاست اړوند د کندهار مرکزي زندان نوی جوړ شوی اداري بلاک، له تخنیکي ارزونې وروسته په رسمي ډول اړوندې ادارې ته وسپارل شو.
یاده پروژه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تر تخنیکي او مسلکي څارنې لاندې پلې شوې وه، چې د څو اړوندو دولتي ادارو د استازو په حضور کې له هر اړخیزې لیدنې او ارزونې وروسته د اړوندې ادارې استازو ته وسپارل شوه.
د کندهار د کور او ښار جوړولو ریاست د خپلو قانوني صلاحیتونو او مسلکي مسؤلیتونو په چوکاټ کې د دولتي ساختماني پروژو د تطبیق بهیر څاري، څو چارې د نافذه ساختماني اصولو، تخنیکي معیارونو، منظور شوو نقشو او ټاکل شوو کیفیتي مشخصاتو سره سمې ترسره شي.
دغه ریاست د ساختماني پروژو د کیفیت، د ودانیو خوندیتوب، د عامه شتمنیو ساتنې او د ساختماني معیارونو رعایت ته ژمنتیا لري.
