میدان وردګ کې تاریخي ګودام د بیا رغونې په موخه سروې شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۵۲
میدان وردګ

۱۴۴۷/۰۶/۰۶

د میدان وردګ ولایت ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د کوټه عشرو تاریخي ګودام د سروې او د ځمکې د دقیق مساحت د تثبیت په موخه تخنیکي چارې پیل شوې دي.

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر په لارښوونه د ساحې تخنیکي لیدنه ترسره شوې ده.

د لیدنې پر مهال څرګنده شوې چې د ګودام د ځمکې دقیق مساحت تر دې مخکې نه و مشخص شوی.

د اطلاعات او فرهنګ ریاست استازو ته سپارښتنه شوې چې د اراضي امریت او املاک مدیریت په همکارۍ د ساحې دقیقې اندازې ترلاسه او ثبت کړي. مسوولین زیاتوي چې راپور د وزارت مشرتابه ته استول شوی او د تاریخي ودانۍ د ساتنې لپاره به لازمې پرېکړې ترسره شي.

کوټه عشرو ګودام د میدان وردګ له ارزښتمنو تاریخي یادګارونو څخه دی چې د سیمې د لرغوني تمدن نښه ګڼل کېږي، او تازه پیل شوې سروې د دې لپاره ده چې دغه تاریخي میراث په ښه ډول وساتل شي او د بیا رغونې لپاره یې دقیق معلومات برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په مشرۍ ګډ پلاوي د ننګرهار ګمرک سیمې له وضعیت لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۰۶/۰۶

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د حکم پر اساس، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ یو ګډ پلاوي د ننګرهار ولایت د  ګمرک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۴۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ ګډ پلاوي د تورخم د نوې ښار جوړولو طرحې ارزونه وکړه

۱۴۴۷/۰۶/۰۶

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، یو ګډ امارتي پلاوی چې په ترکیب کې یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۴۰
Background image

ننګرهار کې د سید اسحاق په نوم د ښارګوټي له وضعیت لیدنه او ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۶

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ګډ هیئت چې په ترکیب کې یې د مخابراتو او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت