ننګرهار کې د سید اسحاق په نوم د ښارګوټي له وضعیت لیدنه او ارزونه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۴۰
ننګرهار

۱۴۴۷/۰۶/۰۶

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ګډ هیئت چې په ترکیب کې یې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي حمدالله نعماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم مرستیال الحاج مولوي احمدالله زاهد، د اراضي محترم عمومي رئیس مولوی محمود مظلوم، د مالیې وزارت د ګمرکاتو محترم مرستیال مفتي عبدالمتین سعید، د ننگرهار محترم والي او د ننګرهار د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نبي الله سعیدي شامل وو، د ننګرهار ولایت د سید اسحاق ګیلاني له ښارګوټي څخه چې ځمکه یې امارتي تثبیت شوې، لیدنه وکړه.

یاد ښارګوټی څه موده وړاندې د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون له خوا د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شو.

د ګډ هیئت د لیدنې موخه د تثبیت شوو ساحو وضعیت ارزول، د ښارګوټي د حقوقي حالت کتل او د راتلونکو پرمختیایي امکاناتو د همغږۍ څېړل وو.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ګډ هېئت د سیمې تخنیکي حدود، تثبیت شوي قطعات، اداري اسناد او د ښارګوټي موجوده وضعیت و ارزاوه.

ګډ پلاوي ټینګار وکړ چې امارتي تثبیت شوې ځمکې به د قانون، ملي ګټو او د شفافو اصولو پر بنسټ خوندي او اداره کېږي، او اړوندې ادارې به د هر ډول راتلونکو پرمختیایي چارو د تطبیق لپاره په همغږۍ کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت